غزل

قافله د عشق راغلې له کوم خوا ده

Ahmad Shah Durrani

قافله د عشق راغلې له کوم خوا ده

پر زړګي باندې مې شته که څه غوغا ده

ټوله يو دي که غلجي که اودالي دي

ښه هغه چې يې د زړه شيشه صفا ده

چې عمل يې د نېکۍ دی مېړه هغه

که اغوستی يې ګدله د خامتا ده

پښتانه دې ټوله لاس سره يو کاندي

چې مو نن غزا هر لوري شاؤخوا ده

بې زحمته راحت چېرې مونده نه شي

د احمد ځکه په هر لوري غزا ده