غزل
را ښکاره شوې د جهان بې وفايۍ
Khushal Khan Khattakرا ښکاره شوې د جهان بې وفايۍ
نور مې راڅکاوه قلم په اشنايۍ
لکه اور په بوټي ولگي بيا نه وي
يو څو ورځې دی ارمان دجدايۍ
روښنايي د معرفت تر نمر والا ده
څوک دې و نه وځي له هسې روښنايۍ
له يوه څاڅکي نه څه صورت پيدا کا
هم په خدای ښايي کارونه دخدايۍ
تا هاله وگل خپل زړه ورکړای بلبلې
که يې تل وای دا بازار دزېبايۍ
دا يې واړه غره توب دخپل ښايست دی
چې دلبرې کا دا هومره خودرايۍ
په گلزار کې ناستی هم دا هسې نه وي
چې خبر شوم ستا له قدره تنهايۍ
چې په خپل کوشش بهبود د دنيا غواړي
راته هيڅ نه دي دخلقو دانايۍ
چې زما د درد علاج لره پيدا دي
زه له چا غواړم دا هسې موميايۍ
چې بلا ورسره وصل د فراق ده
د دلبرو حسن څه لره ستايئ
چې گوهر تر خر مهرو په قدر کم دي
مگر نشته جوهري د بينايۍ
چې په چېرته ښه صورت هورې يې زړه دی
څو ثنا کړم دخوشال د پارسايۍ