غزل
را ښکاره شوې کج فهميې د جهان
Khushal Khan Khattakرا ښکاره شوې کج فهميې د جهان
د جهان د کج فهميې الامان
دا هم ځای د تعجب دی که يې وينې
په بازونو چې غوټې وهي زاغان
دا هم ځای د تعجب دی که يې وينې
چې مغول کاندي بازيې په افغان
دا هم ځای د تعجب دی که يې وينې
چې گيدړ په وازدو ډک وږي شېران
دا هم ځای د تجب ، د حيرانۍ دی
چې لښکرې په خوشال کا بهرام خان