څلوريزه

ربه دردمند کړه بې دردان واړه

Khushal Khan Khattak

ربه دردمند کړه بې دردان واړه

چې واړه ژاړي زما په غاړه

خوشاله ملک له بې دردو ډک شو

دردمند په نورو ملکونو غواړه