غزل

رحمت په اکوړي شه چې يې ونيوه ځای سرای

Khushal Khan Khattak

رحمت په اکوړي شه چې يې ونيوه ځای سرای

چې ښه فهم پې وکړې باور وکړه ځای دی ځای

تور غر يې د هوډي دی تر تيراه پورې سم تللی

نيلاب و لنډي دواړو عجب سر ايښی په پای

پرې سازه لويه لار د هندوستان و خراسان ده

گذر يې د اټک دی چې ترې ترس کا شاه گدای

هر فيض دی د جهان څه چې يادېږي پرې رادرومي

که ملک يې باراني دی څه بهار لري ، های های

که سوات، که اشنغر، که پېښور دی، دا ملکونه

رجوع لري وده ته، فيض وردرومي د هرځای

په هر لوري يې ښکار شته، د شاهين د باز، د هر څه

واه واه کالا پاڼۍ چې يې ښکار دی د لربای

ځوانان يې چاق، تندرست، چست و چالاک دي په هر کار کې

خوش سترگې ، سپين او سره، بلند بالا دي په نمای

په کې مېشته مې زويه، خېلخانه لمسي، ولس دی

چې څوک پکې مېشته دي په امن اوسه د خدای

اسمان ځنې جدا کړ لاس د چا رسي اسمان ته

خوشال له سرايه نه دی جدا شوی په خپل رای