غزل
رامعلوم شو د اورنگ عدل و انصاف
Khushal Khan Khattakرامعلوم شو د اورنگ عدل و انصاف
دده ښه مسلماني،ښه اعتکاف
سکه وروڼه وار په وار واړه وژلي
پلار په بند کې اچولي په مصاف
که هزار ځله څوک سر وهي په مځکه
يا په صوم تر شمزۍ ورولي ناف
څو دې نيت د ښه عمل سره جوړ نه شي
عبادت طاعت دې واړه دي خلاف
چې د ژبې لار يوه، د زړه يې بله
په چاړه يې شه ځيگر شگاف شگاف
مار په تن د پاسه ښه ښايسته روغ وي
ولې ننه اندرون لري ناصاف
مېړني په کرده ډېر، ويل يې لږ وي
د نامردو لږ عمل وي ډېر يې لاف
که دلې د خوشال لاس په ظالم نشته
د قيامت په ورځ يې خدای مه کړه معاف