غزل
رنگ دې ورک شه بدې روې
Khushal Khan Khattakرنگ دې ورک شه بدې روې
راپسې يې سينه سوې
له يوې فتنې دې خلاص شم
را پېدا کړې بله نوې
پۍ دې روي، تی دې پرې کا
باور نشته ، په غوا روې
ستا غمونو هسې ټوغ کړم
وکښی نه شمه سيلوې
چې اوده وې هومره ښه وې
کشکې تل وای اوده شوې
پرې به کله باران وشي
چې به وټوکېږي سوې
فصل نه کوي خوشاله!
څو پټی نه شي په يوې