غزل
رنگينه کالي اغوستې، راښکاره شه ناگهانه
Khushal Khan Khattakرنگينه کالي اغوستې، راښکاره شه ناگهانه
راته وگوره وخانده خوشالي مې کړه پيريوانه
خدای دې تا له وږيو سترگو نه وژغوري دلربايه!
چې ټيکه په جبين کښېږدې او سينگار وکړې څو شانه
هغه دم چې تور گيسو په خپل صورت باندې خواره کړې
خوشبويې د خاصه مښکو په درست غولي شي پرېشانه
ځان و زړه مې هم چاپېر درسره درومي ای نگارې!
چې گهې په شين شين په انگڼ کې شې روانه
دين و زړه صبر و آرام راځنې لاړل، اوس پوهېږم
چې يو ځان دی راته پانو دا به هم يوسي له مانه
ديارۍ، د اشنايۍ دودونه هيڅ له تا پټ نه دي
ولې څه کړم په خوشال باندې خاوند کړلې نادانه