غزل
راشه گوره نامردان بلا وهلي
Khushal Khan Khattakراشه گوره نامردان بلا وهلي
د بري ميدان پرېږدي، لري ته ځغلي
د اسمان د پاسه گشت ننداره نه کا
کوز د مځکې دتلې په منځ کې ملي
کم دليل دې د سر دواړه سترگې وخوري
په تور تم دجنازې سره څملي
مړه هغه چې نه يې نوم، نه يې نښان شته
تل تر تله په ژوندون پايي ښاغلي
څوک په خپل پتي کرل کا د اغزيو
چا په خپل پټي گلونه دي کرلي
پسينه کرنه هومره فايده نه کا
چې په وخت کرنه وکا بر اخلي
دکرلو وخت آخر شو، تخم لږ دی
خوارهغه چې يې له کره لاس ختلي
چې محنت په ځان قبول کا راحت مومي
رنج و گنج سره دا دواړه دي تړلي
چې لذت، شهوت ترک نه کا، ولي نه دی
اوليا نه دي د نفس په خوښۍ تللي
د هوا تر کول عروت الوثقی دي
دروېشان په دا ويل دي پوهېدلي
چې دنفس له ظلماني کوهي راووځي
د هغو سترگو ملکونه دي ليدلي
در خانيې په کې يو آدم خان خوښ کړ
يوسف زيه ځوانان ډېر وو سواره، پلي
څو مخلص تمام خالص نه شې خوشاله!
خطرونه دي چاپېر در جاروتلي