غزل
راشه لېونی شه! چې دې نور خلق غم خور شي
Khushal Khan Khattakراشه لېونی شه! چې دې نور خلق غم خور شي
څو چې هوښياري کړې غم به لا درباندې زور شي
هيڅ پرې نه پوهېږم چې د چا ويل رښتيا کړم
سل رنگه خبرې په دا منځ کې لور په لور شي
صبر د دردمنو زړونو هر کله اثر کا
خدايه! لا به کله د غماز سړي مخ تور شي
زر هنره وکړه، نصيحت په کوم حساب دی
هر چې ځايي خوی وي فکر مکړه چې به نور شي
يو هندو بلا دی چې په مکر ټيکه کښېږدي
څوک به ترې خلاصېږي هغه ځای چې درې څلور شي
سپين جمال دې گوره ښايسته په تور خالونه
تل په کښېده باندې ټکيې د انځور شي
درسته شپه مې تېره په فرياد او په نارو کړه
شپه يې د هجران وه سور پالنگ په ما سور اور شي
غير بېگانه چې اخلاصي شي ورور هغه دی
ورو چې بېگانه شي، راته وايه! کله ورورو شي
ډېر دي په دا چم کې چې پټ پټ د مينې لاف کا
ولې اوس يوازې و خوشال و ته پېغور شي