نظم

راشه مه کړه په دنيا ته اعتماده

Khushal Khan Khattak

راشه مه کړه په دنيا ته اعتماده

دا دنيا ده سر له سره بې بنياده

په يوه ساعت کې هسې رنگ تېرېږي

لکه تېر شي په يوه ساعت کې باده

شېرين عمر په هوس راڅخه درومي

لکه سره زر چې څوک پرولي

نفس شديد څرگند غليم راته پيدا شو

شيطان گرځي دښمني يې پټ په غلا ده

د غفلت له خوبه زر پاڅه بيدار شه

د همت نمری در ټول کړه...؟