غزل

راشه وگوره نن دا طراز زما

Khushal Khan Khattak

راشه وگوره نن دا طراز زما

حقيقت سره قرين مجاز زما

درست عالم يې په بازار په کوڅه وايي

لا و چاته ښکاره نه دی راز زما

د نيازمنو عمر غواړم، په دا څه شي

که بې نياز و گړي نه وړي نياز زما

د غمزې په تېغ مې وژنه، صرفه مه کړه

څوک به نه غواړي له تانه ساز زما

د مسجد محراب دچا دی دعابد دی

په محراب يې د ابرو نماز زما

ښايسته د بڼ طاوس ور لره بويه

دا واړه ښکارونه، نه کا باز زما

چې په خوږو زړونو بلوسي سزا مومي

ښه چې خوار شو په دنيا غماز زما

د مراد باده راوالوځه کرياب دی

چې روان شي خاطر خواه جهاز زما

که يې تل لکه شکر خورم کم به نه شي

ستا د دواړو خوږو شونډو آز زما

ته په ما باندې تل ناز کړه معشوقه يې

زه خوشال خټک عاشق يم نياز زما