نظم

رسول د طالب څوک کا تر مطلوبه

Khushal Khan Khattak

رسول د طالب څوک کا تر مطلوبه

در يې وښيم په گوته هغه شوق دی

عاشق ځکه د دلبر له چمه نه ځي

چې په غاړه يې دشاه د زلفو طوق دی

چې د زړه د يگرنگۍ په ملک پرې مېشت

که څېره دې سره که زېړه واړه، ذوق دی

په هر چېرته چې نظر کړم يويار وينم

په يمين که په شمال کې تحت وفوق دی