غزل

راته مه وايه په تا ږو

Khushal Khan Khattak

راته مه وايه په تا ږو

چې په تا نه ږو، په چا ږو؟

ته زما د سترگو تور يې

په دا تورو سترگو ستا ږو

مخ دې ورځ زلفې دې شپه دي

په سبا ږو، په مسا ږو

په جهان کې مې ځان ته يې

نه چې نور، په تا جانا ږو

ياد مې ته يې په خاطر کې

هر زمان په خپل مولا ږو

ستا د پښو خاورې توتيا دي

چې ما ستا په خاک پا ږو

تمنا لرم ستا ډېره

په دا خپله تمنا ږو

تر خندا پورې دې هيڅ دي

لال و دُر ستا په خندا ږو

يار خو ستا يم د چا نه يم

زه خوشال ستا په لقا ږو