غزل

راته نيسي جانانه، د شرابو پيمانه

Khushal Khan Khattak

راته نيسي جانانه، د شرابو پيمانه

د شرابو پيمانه، راته نيسي جانانه

مغني په چغانه، راشه بيا کښېږده ليندۍ

راشه بيا کښېږده ليندۍ مغني په چغانه

کور دی دا که بتخانه، پکې ټولې جونه ناستې

پکې ټولې جونه ناستې، کور دی دا که بتخانه

پاس په سر د اشيانه ، تور کارگه قمر ترې لاندې

تور کارگه قمر ترې لاندې، پاس په سر د اشيانه

گوره جوړ دام و دانه، زلف و خال د هغې مستې

زلف و خال د هغسې مستې، گوره جوړ دام و دانه

په گيسو کښېږده شاته، چې د مښکو بوی لا ډېر شي

چې د مښکو بوی لا ډېر شي، په گيسو کښېږده شاته

عشق مجنون کافر زانه، شک گومان نشته په دا کې

شک گومان نشته په دا کې، عشق مجنون کا فرزانه

ته عاقل زه دېوانه، څه مو روخ د ملگرۍ

څه مو روخ د ملگرۍ، ته عاقل زه دېوانه

دا غزل دی رندانه، ما خوشال خټک ويلی

ما خوشال خټک ويلی، دا غزل دی رندانه