غزل
عرفان د محمد ص
Khushal Khan Khattakدخداې عرفان مې وشو په عرفان دمحمد
پاک دے محمد،پاک دے سبحان دمحمد
راشه نظر وکړه په طه،په ياسن باندې
خداې (ج) دے صفت کړے په قران دمحمد(ص)
ډير خلق پيدا دى انبيا کۀ اولياء دى
نشته په خلقت کښې په يو شان دمحمد(ص)
درست خلق کۀ يو کړى انس وجن دواړه جهانه
لاتر واړو به دے ګوښى ځان دمحمد(ص)
لا س دے لګولے ماخوشحال په دواړه کونه
غم اندوه مې نشته په دامان دمحمد(ص)