غزل
څه عجب د لخواه دی دا صهبا
Khushal Khan Khattakڅه عجب د لخواه دی دا صهبا
چې ساقي يې راکوی په مرحبا
د غونچې خندا محال وه په چمن کې
که نسيم پرې گذر نه کړی هر سبا
مصلحت يې د بلبل په کار کې دا و
چې سبا کړ د غونچې کميس قبا
د بلبلې قدر هم زده کړه ای گله!
که هرڅو يې په دا خپل حسن زېبا
چې علاج يې وابسته پخپل مطلوب دی
د عاشق له رنځه څه زده اطبا
بې د يار له زېبا مخه گومان مه کړه
چې خوشال به په بل مخ شي شکېبا