نظم

څه به وايم ددې نس له ازمېشته

Khushal Khan Khattak

څه به وايم ددې نس له ازمېشته

هم دې وچ آدم را ايستی له بهشته

چې په کې د دواړو کونو مراد مومي

هغه چار دې تر نظر پورې کا زشته

که دې زړه دی چې دې دواړه جهان خپل شي

درته وايم له همه جهانه نشته

د کېميا د بوټي گل کله مونده شي

څو د پښو تلي گلگون نه کړې په غوشته

د سړيو په غفلت پورې حيران دی

چې په گور کې تورې خاورې هومره نشته

بيا به څه ځله طلب ددې دنيا کا

چې يې خلاص نه وي يو دم له کار وکشته

که تر سر لاندې بالشت لرې د پرونو

عاقبت به دې تر سر لاندې شي خشته

د دنيا مينه په مثل د خارشت ده

هيڅوک نه وينم خالي له دې خارشته

د صحرا په کاڼي رخه د شيطان شوه

عيسی سر په مځکه کشيشه له بالشته

د زړه مينه په مثال لکه پټک ده

چې د گوی څښتن وهله هورې رغشته

غم يې واړه د جوړې د بېلتانه دی

د خوشال چې سريکار شه له جوړ شه