غزل
څه به ووايې خوشاله
Khushal Khan Khattakڅه به ووايې خوشاله!
له تکميله له کماله
د هغه مرغه څه نوم دی
چې په اور کې لري ځاله
هم بې چون هم بې چگون دی
هم بې مثله، بې مثاله
هم بې سره هم، بې پايه
بې وزره هم بې باله
په يوه نفس الوځي
څو عنقا درومي څو کاله
دی مېوه د هغه باغ خوري
چې يې ونه نا نهاله
چې په دا مشکل خبر شې
ځان به خلاص کړې له جنجاله
د ښايست په کار کې نه لرې څوک سياله
د يارۍ په کار کې نه يې هومره ساله
هومره کبر، خيال چې ستا دی،د چا نه دی
څو به زار کړم ستا له کبره، ستا له خياله
ستا په تش ليدو زما درنځ علاج شي
گڼه! مرمه، ووېرېږه له وباله
تا ويشتلی يم په خپل گوزار پوهېږې
چې د سترگو دې گولۍ دي څو مثقاله
پري د صبر پهې ږدم، واړه خسا کېږي
چې په زړه باندې مې داغ دی ستا له ځاله
جگې، جگې ماڼې مه کوه پخلاه شه
خرخشو، فتنو دې زه کړم بې مجاله
خرخشو فتنو دې مرگ و ته نژدې کړم
چې يو دم راسره نهيې بې جنجاله
راته گوته ښوروې، ناخواله وايې
حال به ووينې زموږ د ځان زواله!
د خانۍ د تورې ځای نشته په عشق کې
معشوقې وته مريی اوسه خوشاله!