غزل
څه د بدو ږغ و چې ماښام راباندې وشو
Khushal Khan Khattakڅه د بدو ږغ و چې ماښام راباندې وشو
تندر و، يا توپ و پرې مې تخنې تخنې زړه شو
څه خوښي د ده وه چې بيا زر پسې اندوه و
چا وی چې په رنځ کې معظم په خوب اوده شو
دا ژوندون هيڅ نه دی، چې مې ساه ويني دا خلک
زه په ځان پوهېږم، اوس مې کار لکه د مړه شو
ماوی زړه مې سنگ دی چې په هيڅ به نرم نه شي
راشه که يې گورې! په ژړا ژړا اوبه شو
ما د معظم په ليدو مينه ماته نه کړه
څه دقضا رنځ په هفته کې څه و، څه شو
رنگ يې تر خوی ښه و، خوی يې لا ښه و تر رنگه
گل و د گلابو شگفته ، نور په تله شو
درېغه درېغه، درېغه، که يې مرگ په بدلېده وای
څو به مې پرې ورکړل، ولې مرگ مېلمه دده شو
زور و ستم نه و، نه څه جنگ، تورې، نېزې وې
بل علاج يې نه و، دده مرگ د خدای په کړه شو
زه يوازې نه يم، ډېر عالم پسې کباب دی
آه دې پسې کېږي، روزي نه و روزي نه شو
ښه تاريخ يې راغی بې بدله معظمه !
خوشال دده نيکه دی، د نيکه يې داغ په زړه شو