غزل څه شو که خاموش يم ستا د عشق له آه سرده Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 څه شو که خاموش يم ستا د عشق له آه سرده ستا زما له مينې خلقه واړه خبر ده 02 هېڅوک دې په خوله دعاشقۍ لافه ونه کا کله هم پټېږي وچې شونډې گونه زرده 03 اهل د دنيا واړه نامرد دي رنگ يې ورک شه خدای دې ملاقات د هېچا نه کا له نامرده 04 کله بې ددردانو لره زړه د چا وردرومي زه به صدقه کړم سل بې درد تر اهل درده 05 بې د ستا د عشق د شهيدانو له خاکدانه کله زرغونېږي سره لاله هره گرده 06 يو خوشال يوکم سل خټک نور په طبيعت کې ځار شه د رحمان سړبني له يوه فرده Dictionary meaning × Headword