غزل
څه شو که خاموش يم ستا د عشق له آه سرده
رحمان باباڅه شو که خاموش يم ستا د عشق له آه سرده
ستا زما له مينې خلقه واړه خبر ده
هېڅوک دې په خوله دعاشقۍ لافه ونه کا
کله هم پټېږي وچې شونډې گونه زرده
اهل د دنيا واړه نامرد دي رنگ يې ورک شه
خدای دې ملاقات د هېچا نه کا له نامرده
کله بې ددردانو لره زړه د چا وردرومي
زه به صدقه کړم سل بې درد تر اهل درده
بې د ستا د عشق د شهيدانو له خاکدانه
کله زرغونېږي سره لاله هره گرده
يو خوشال يوکم سل خټک نور په طبيعت کې
ځار شه د رحمان سړبني له يوه فرده