غزل
سخ د آيينې دی چې دې مخ وته تل گوري
Khushal Khan Khattakسخ د آيينې دی چې دې مخ وته تل گوري
سخ د لونگين دی چې دې پاس په ټټر ښوري
نه دي ستا د غوږو غټې غټې مرغلرې
وصل دې په مياشت پورې يو سر بل سره ستوري
روغ مې کړې له رنځه چې د خولې ښېرې دې واروم
شهد و شکر راکړې چې مې ستا شونډې وزوري
ظلم دې د سترگو په ما خوار هر گوره ډېر شو
څه کړم، توان مجال د زورور لري کمزوري؟
زه که ډوب په غم يم، تل دې ډوب وم که عاشق يم
تا دې خدای معشوقه تل له هرې بلا ژغوري
ما وته ارزان دي ډېر په مښکو په عنبرو
څوک به تورې خاورې ستا دپله په بها پلوري
تل ځي ستا ولور ته په ارمان ارمان کاته کا
سپين يې په کاته شي د خوشال د سترگو توري