غزل

سل ځله که وخوري ناصحان ځيگر زما

Rahman Baba

سل ځله که وخوري ناصحان ځيگر زما

بېل به وبله نه کا در د ستا او سر زما

تېر شه په دا طمع په در ستا عمر زما

گوندې چرې کېږيدې به قدم په سر زما

تا وې چې د عشق پياله خوږه ده تر شکرو

وسوه په هجران کې دې پيالې ځيگر زما

سل جفا که ووينم په سترگو ستا له لاسه

ستا په جفا نه کيږي هر گز باور زما

صبر ستا په عشق کې دا خبره څه او زه څوک

نشته ددې چارې توان يو موی قدر زما

ستا له محبته جار واته و ماته عار دی

ولې خاورې نه شي په دا لار بشر زما

واړه معشوقي د عاشقانو خبر اخلي

بې له اندوه مې نشته بې د ستا له جداييه

هېڅ اندوه مې نشته بې د ستا له جداييه

نور اندوه به څه وي تر دغه بتر زما

خوب د کور و کلي په نارو زما بر هم شه

څه چار ده چې نه شي ستا په زړه اثر زما

يا له ما رحمان سره جفا مه کړه دلبره

يا بې تا راوښيه يو بل دلبر زما