نظم

څلېريشتم فصل - په بيان د ابدارې د غوښې ورکولو

Khushal Khan Khattak

زه خوشال ددغه پوځ ټټو سوار يم

پسمانده ور پسې ځم د دوی د شمار يم

آبداره ښکاري مرغه لره لازم ده

سيه چشم لره هم ډېره د باز هم ده

ښکاري باز چې مستي وکړه کله کله

ښه بازدار به لته کشه ورکوله

لته کشه غوښه باز لره که ښه ده

لمده کړې نه چې سپينه آبداره ده

ابداره خو چرغ شاهين لره واجبه

کلال چشم لره څه خو مناسبه

د شاهين که لږې څربې دم غوزې وي

لر او بر يې بيا په ښکار باندې غوټې وي

چې د سپينې آبدارې په غوښو ښکار کا

په لوی صيد باندې هاله شاهين کار کا

له سرو غوښو سپينه وازده پيدا کېږي

په گوشتاب سره يې توره غوښه رېږي

آبداري د بارۍ مه کړه ډېره سپينه

نيمايي نيمکوره پرېږده په کې وينه

بارۍ ډېره په علت د قبل قورت مري

قبل قورت يې شي چې سپينه آبداره خوري

خپل شاهين په آب و تاب څورب دوناب کړه

نه په سرو غوښو فربه يې په گوشتاب کړه

د شاهين چې دا دوه لوږه قوت نه وي

په لوی صيد باندې دده بری په څه وي

چرغ شاهين لره خو لوږه د ښکار بس ده

آبدارۍ سره سره غوښه عبث ده

باز چې ونيسي خپل ښکار غوښه يې خورينه

څو مړېږي باز دې وخوري غوښې وينه

وشکوي دې په زور غوښې کمې لويې

چې اوبه د باز له پوزې شي راتويې

يوه دوه لويې لقمې بويه چې خوراک کا

رهگذر به د دماغ له خشکي پاک کا

چې سړی د باز په ښکار کې ښه مير ښکار شي

هنرونه ورته ډېر رنگه اظهار شي

باريکۍ د مير ښکارۍ د هنرونو

هومره نه دي چې يې کښم په دفترونو

په دا کار کې هنرونه بالا پست شته

که يې گورې وروره دست بالا يې دست شته