نظم
څلورم فصل - په بيان د تريناک باز
Khushal Khan Khattakچوز بازونه په عزت قيمت لا شک دي
هنرمند د ښکار په کار کې د اشتو لک دي
د اشتو لک بوزم تولک نه وي بې خاله
لا ليدلې يې مرغۍ نه وي په جاله
د اشتولک
لره هوښيار سړی بايده دی
د اشتولک شنقار که چوز واړه سره زر دي
دلاور دي، هنرور دي هم نېک پر دي
د اشتولک چې په ټوپيې کې وېرېږي
نور يې لرې کړه په پچه نه پېرېږي
چرغ خو چوز وي په کار نه دی تريناک
مگر څاړې ماړې ونيسي بد ژواک
د اشتولک شاهين د چا په حساب شمار دي
چوز دا مي يې په هزار حيله پکار دي
که شاهين دی خو پسندلی اشياني دی
که يې مومې لا بهتر شاه جهاني دی
تريناکه باښه ښه په غنم لو ده
چې بټېرې درته نيسي نور په څو ده
که لگړ که تيرميتی که بېسره ده
ددې واړو په چوزۍ کې چاره ښه ده
اشياني شيکره بهتره تر دا مي ده
تريناکه چې ساتلی شي خامي ده
آشياني لگړ خو مه پېره په توره
تر ميته اشياني که گورې گوره
چې په هند کې اشياني خېژي کوگچال وي
په تيرا د ترميته جالې هر کال وي
که شيکره که بېسره ده که د ونۍ
ډېر ويل يې په ما نه شي خبر نۍ
په خپل ځای واړه په کار دي هوسناک دي
په ديدن په تماشه يې تريناک دي