نظم
څلوريزه
Khushal Khan Khattakد شهۍ تورو سنبلو
په سپين مخ يې تسلسلو
پرې غوغا کاڼي بلبلو
تل به وخت نه وي دگلو
له ما گرځي دوره دوره
نظر نه کا له غروره
نور که مري په تېره توره
زه يې مرم په تغافلو
زه هغه اخلاص لرمه
ستا په سترگو سوگند خورمه
چې ماڼې کړې له ما مرمه
مخ دې تور شي د چغلو
راته نه خاندي غمگين شم
ستا له جوره په زړه خوړين شم
نه به باز نه به شاهين شم
نه به راشې په منگولو
خپل انداز ولره بس دی
خوښ په خپل هنر هر کس دی
ځان ته گل وايي که خس دی
هر يو مست دخپلو ملو
که مېزړه که مې دماغ دی
نه يې باغ په کار نه زاغ دی
په دابوی مې زړه فراغ دی
چې يې راشي له کاکلو
همېشه ورپسې ژاړم
په موند نه به يې وياړم
که يې مومم زه يې غواړم
په اوراد دڅلور قلو
شکر دا چې په پرواز يم
وښکارونو وته باز يم
زه خوشال د غرونو باز يم
چې په بند وم دمغولو
درېغه بيا مو دوه په دوه وبله راز وای
لا يو راز ويلی نه د بل اغاز وای
ستا له لوريه واړه ناز له ما نياز وای
په مزه مزه خواږه ويل باز باز وای
همېشه په هغه خوی کې چې دې خپل و
هغه خيال چې دې د زلفو د وربل و
دا خسته خاطر مې هسې لکه تل و
فراغت يې غمه تا سره دمساز وای
چې به تا پياله د ميو راکوله
ستا د شونډو د بوسې سره مې څښله
زه هم مست وای ته هم مسته لا يعقله
ميخوري دې په سرتور په گرېوان واز وای
هومره غم بېلتانه کښېښو په خوشال کې
مه بېلتون وای مه يې دا سوز گداز وای
له همه واړه عالمه ور تړلی
ستا له لاسه دمادم باده خوړلی
صراحيې خندا کړای شمعې ژړلی
په جهان کې خو دا دوه توکه انباز وای
په دماغ کې برنده ناسته وای مخ راته
التفات دېله خودۍ نه کړای و ماته
د ځواب په ځای چې سوال وکړای وتاته
زه خسته دې په ښکنځلو سرفراز وای
ښه اواز که دبربط دموسيقار دی
يا د چنگ د مغني يا مزمار دی
د رباب د چا تاري يا دبل تار دی
مه وای دا ستا د چوړاو ښه آواز وای
د وصال په کامرانۍ يې دسترس وای
لکه وه تر هغه مينه يو په لس وای
چې يې وليدې د يار په خط وخال کې
په هزار رنگه خوښي يې په وصال کې
خو راغلی په خوړل دی
اين سگ حرامی
په ځان لکه بگياړ دی
ور لا غلی په لتاړ دی
و هر کار وته ولاړ دی
جا کهنه از خامی
صدر خان دخاورو خټ دی
په څکول لکه گونگټ دی
په کور ښه په دربار سټ دی
می په کند پنها می
په زړه ناصاف دی
دروغجن وعده خلاف دی
واړه خوی يې د اخلاف دی
زنه نه مرد نامی
هر چې ښه وو واړه تېر شول
پاتې دا زهر وگنډېر شول
زويه هم ورکره ډېر شول
م چو ايشان نافرجامی
د شمشېر مې دواړه وروڼه
اصفخان ولي تربرونه
اختيار خان عوض بيک خرونه
ياد کردم از ناکامی
دوه ويشت زه لرم خپل زويه
اوس خو واړه ځوانان بويه