نظم
څلوېښتم فصل - په بيان دعقلې د باز کې
Khushal Khan Khattakچې علت د عقلې باز لره پيدا شي
په دا شان به يې علاج دارو دوا شي
په کرباس سره د مات د باز جوشش کا
پرې دې مالگه ماليده په ډېر کوشش کا
چې سپين والی بر طرف شي له ازاره
پټکړې سماق دوه دا او يو جو کاره
دا درې توکه که يو ځای سره ميده کا
هغه ځای دې د جوشش پرېالوده کا
هم دې ژبه دمرغه کا پرې ککړه
باز دې ښه ساتي له باده له جکړه
د چڼچڼو د رېزه غوښې دې خورينه
د چارپای غوښې و باز ته زيان لرينه
که د تورې غوا په پيو اول پاک کا
باز لا ښه چې دا دارو يې فرحناک کا
که د باز عقلې دخولې دوا يې داده
که د پښو دکف پای دي دا روا ده
يا روغن دبلا وي يا زنگار ښه دي
پرې يې کېږده نور دارو مناسبت نه دي
چې فاسده غوښه واړه بر طرف شي
زرد چوبه موم پرې تړه چې ښه يې کف شي
د انځرو پۍ دې رنځ لره دارو دي
که د پښې په کف پاکه يې په پرو وي