غزل ساقي پاڅه پياله راکړه پاڼې بيد کا Khatir Afridi Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ساقي پاڅه پياله راکړه پاڼې بيد کا د بهار د راتلو باغ وته نويد کا 02 ستا په ميئو کښې نشه د يک رنګۍ ده چه تر فهمه مې يک رنګ سيه سفيد کا 03 د رقيب خاطر به ويلي لکه يخ شي که يار مخ راته ښکاره لکه خورشيد کا 04 سيه چشمو څخه بوئين د وفا نشته له دې بابه به څوک څه ورته اميد کا 05 چه په عشق سره ژوندی وي هغه نه مري خدائې توانېږي که زما عمر جاوېد کا 06 زړه يې درست له ما نه يووړلايې ګوره چه لا څو سحر دمونه مکروشيد کا 07 دا ځل ډېر عبدالقادر ځينې سودمند شو چه به بيا په ښايسته ؤو اعتماد کا Dictionary meaning × Headword