غزل
ساقي پاڅه پياله راکړه پاڼې بيد کا
خاطر افریديساقي پاڅه پياله راکړه پاڼې بيد کا
د بهار د راتلو باغ وته نويد کا
ستا په ميئو کښې نشه د يک رنګۍ ده
چه تر فهمه مې يک رنګ سيه سفيد کا
د رقيب خاطر به ويلي لکه يخ شي
که يار مخ راته ښکاره لکه خورشيد کا
سيه چشمو څخه بوئين د وفا نشته
له دې بابه به څوک څه ورته اميد کا
چه په عشق سره ژوندی وي هغه نه مري
خدائې توانېږي که زما عمر جاوېد کا
زړه يې درست له ما نه يووړلايې ګوره
چه لا څو سحر دمونه مکروشيد کا
دا ځل ډېر عبدالقادر ځينې سودمند شو
چه به بيا په ښايسته ؤو اعتماد کا