غزل ساقي راکړه ته و ماته جام د رقص Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ساقي راکړه ته و ماته جام د رقص زه آرزو په زړه لرم مدام د رقص 02 ده وې اوس به دخوښۍ ساعت په تا شي مغني راکړو وما پېغام د رقص 03 مسقي علم خپل استاد راته تعليم کړه رانمای کړه هر تار مقام د رقص 04 سر يې پاس تر نُه فلکه څرگندېږي چې په چا وشي ارشاد اعلام د رقص 05 چې جلوه پرې د محبوب له لوري کېږي هر گز نشته په هغه اشام د رقص 06 لياقت يې هر وگړي څخه نشته په لايقو باندې وي انعام د رقص 07 څو يې ساه په وجود شته عبدالرحمانه! حقيقت به هومرې نه کا تام د رقص Dictionary meaning × Headword