غزل
ساقي! راکړه و ما می
Khushal Khan Khattakساقي! راکړه و ما می
يو څو جامه پياپی
دا هم ظلم دی که گورې
چې بې ميو ځي سپرلی
هغه ځای چې گل و مل وي
ورغ څوک کاندي سړی
گوره! څه وايي، پرې غوږ کړه
چې آواز کا چنگ ونی
بيا به تېر ساعت رانه شي
آه، ارمان، ارمان، هی، هی
د دنيا ژوندون هم ښه دی
که تر تلو همېش وی
چې تر تلو همېش نه دی
نور يې وگڼه لا شی
ډېر مين يې وبله تېر کړل
فلک نه لري زړه سوی
سترگې دي، که وروځې، که يې زلفې که اوربل دی
څو تورې بلا دي چې مې زړه په کې قبل دی
چېرته به خلاصېږي دا بلا تر زړه چاپېرې
مخ ته که يې گورې لا په سرو لمبو اوربل دی
خيال يې دزلفينو عقل و صبر و دين و زړه وړي
نه پرېږدي په کور کې ښه کالی، د خونې غل دی
نور عالم لاپرېږده چې عاشق وته څه وايي
پلار که نصيحت که و عاشق وته خجل دی
قيس و که وامق و که فرهاد ورپسې نور وو
ما راوړی نه دی دا د مينې دود اول دی
مينه الستې شته، لباسي شته، نفساني شته
مښک شته دي هم هوږه نفساني لکه بصل دی
هر چېرته يو مخ دی که په سترگو احول نه يې
يو چې ورته دوه شي خود پوهېږي چې احول دی
جام بينا ته ورکړه چې يې ډک يوسي تر ځايه
جام ورکړه ړانده ته هسې ووايه چې تل دی
عشق د نور څه نه دی چې غواص په درياب ډوب کا
ځان سوځي په اور کې ښځه عشق ورسره مل دی
ځای په ځای کې گورم زه خوشال ورته حيران يم
بله غوغا نشته همگي د عشق کل کل دی