غزل
ساقيا! تش مزاجه
Khushal Khan Khattakساقيا! تش مزاجه
له صفا مينا زجاجه
د شرابو پياله راکړه
د همه زحمت علاجه
نه يوه پياله د ميو
نه د درست جهان خراجه
زه او می، ای محتسبه!
که مې خونه شي تاراجه
ور گدا د ميخانې شه
که شاهي غواړې بې تاجه
د رندانو بازار تود دی
د شرابو له رواجه
صومعې ته تله له ديره
ياوه کار دی بې منهاجه
د ساقي پياله راواخله
په کې ډېر دی ابتهاجه
ساقي! هر کله دې وينم
ماه جبينه مخ سراجه
د بلورو پياله ډکه
د خوشال د احتياجه