غزل

سر مې په کار نه دی چې يې ستا تر سر قربان کړم

Rahman Baba

سر مې په کار نه دی چې يې ستا تر سر قربان کړم

زر راڅخه نشته چې يې ستا په پښو ډېران کړم

کار دعاشقيه اول ډېر راته اسان و

اوس هسې حيران يم چې دا کار به په څه شان کړم

ډېرو خلکو لافې ستا دمينې دي وهلې

هېڅوک هسې مه شه لکه زه چې يې په ځان کړم

نه لري مرهم د عاشق زخم بې تسليمه

دا هسې درد نه دی چې يې دفع په درمان کړم

نه کا هېڅ دښمن په دښمنانو هسې چارې

ستا په عاشقۍ کې کله زه چې يې په ځان کړم

ولې کافر نه وي مسلمان به شي که خدای کا

هر چاته چې حسن لطافت د ستا بيان کړم

وړاندې دي که وروستو اخر هسې معلومېږي

ستا له بې رحمۍ به زه رحمان لاس په گرېوان کړم