نظم

سرای هر گوره بد ولد دی

Khushal Khan Khattak

سرای هر گوره بد ولد دی

چې په حال يې شوم خبر

دېرش زما لس د قاضي دي

واړه يوتر بل بتر

مشران مې لا بلا دي

کشران دي لالچر

مصطفی وته وگوره

په بهرام وکه نظر

چې دا هسې ځنې زوول

تو په پلار هم په مادر

زه په ځان کې که سړی يم

کوټه سپي مې شول پسر

قاضي خود لکه غوڅکی و

له غوڅکي پيدا شو خر

ښه پټی غنم غنم کا

بد پټۍ يې کا جودر