غزل
سړی ښه دی حق شناس
Khushal Khan Khattakسړی ښه دی حق شناس
سر دې وخوري ناسپاس
د يوې دانې اوربشې
احسان ډېر دی تر قياس
چې احسان وته يې شا شوه
مخ يې تور شه، نه دی ناس
څو اخلاص ور سره نه وي
ياري نه شي په لباس
يار يې مه گڼه اغيار دی
چې ترې واورې کوز و پاس
يار هغه گڼلی بويه
چې ته پرېوځې در کا لاس
تل خالي وي له خلله
د رښتيا مينې اساس
خپل يې مه گڼه پردی دی
چې خپلوي يې په وسواس
بې وفا دي دا درې توکه
توره، ښځه، دريم آس
که دې يار وي يار هغه دی
چې دې يار شو په افلاس
د خوشال خبرې دُر دي
چې يې کښلي په قرطاس