غزل

سړی هومره، څو يې نيت وي

Khushal Khan Khattak

سړی هومره، څو يې نيت وي

جامه هومره، څو قامت وي

کر گدن گردن فيل خوري

څه مېږی څه يې قوت وي

نه هر خره د عيسی بار ووړ

نه هر سر سره دولت وي

و صورت ته نظر مه کړه

په کرده د مرد قيمت وي

زه مريی د هغه کس يم

چې صورت وي هم سيرت وي

که صورت، سيرت دې جوړ شول

سر تر پايه عنايت وي

د خوشال په وينا غوږ کړه

په ويل کې يې لذت وي