نظم

سړی وباسي له کاره

Khushal Khan Khattak

سړی وباسي له کاره

په کار نه دی ډېر څربښت

ناقابل زويه لوی مه شه

لا تر ډېر څربښت دی زښت

تربيت دقابل ښه دی

په ښه مځکه ښه شي کښت

ناقابل د ښورې کښت دی

تربيت يې دی کاهښت

چې ناکس مې تربيت کړ

ماخپل ځان ته آفت غوښت

دواړه توکه يې بلا شول

هم ساتنه هم نوښت

بل علاج نشته بې صبره

اوس مې صبر دی بالښت