نظم
ثواب د صبر په مصيب کې
Khushal Khan Khattakدا حديث د پېغمبر دی
تواتر دی معتبر دی
مصيبت چې په چا ورشي
دی په صبر بهره ور شي
انا الله دې ووايي
تر څلوېښت کاله څو پايي
خدای به هومره ثواب ور کا
چې مخ روڼ يې په محشر کا
په جنت کې به يې ځای وي
راضي من به ځنې خدای وي
و جنت لره احبابه
صابران ځي بې حسابه
نه يې سوال نه يې حساب وي
نه په ده باندې جواب وي
مصيبت په مړه په مال وي
يا د ملک د تن زوال وي
په هر څه صبر بايده دی
په هر غم کې صبر ښه دی