نظم

شلم باب د شفقت، د مرحمت

Khushal Khan Khattak

نونسم باب دی ای لاله

درته بس؛ له خپله حاله

آغاز کړمه اسو له مانه

واروه نوم د کتاب جانه

نوم يې شه "اخلاقنامه"

پرې د نظم خاتمه

تر اوولس بابه ياره!

بابا ووی له گفتاره

اتلسم باب يې عزيزه

فقير راوړله تميزه

چې بابا فرمايش ماته

کړی و نمايش ماته

پس له ما که زما زويه!

څه قوت لرې دا بويه!

تر څلوېښتو بابو پورې

دا کتاب کړه وبله پورې

په خپل نام يې تمام ته کړه

په ښه رنگ يې انجام ته کړه!

او کنه تر څلوېښت بابه

دا قوت نه وي له تابه

په شل بابه اکتفا کړه

په هر بند يې عمل وکړه!

زه قوت هومره لرمه

چې تر شل که ورسمه

د استاد مهر دعا وه

چې و ماته يې عطا وه

او کنه زه چې ضعيف يم

ددې کار کله حريف يم

زما شعر چې خوار زار دی

لږ قوت اوم مې اشعار دی

خوبه څه کوم لاچاره

داستاد په ويل ياره!

يو، دوه درې بابه به وايم

يو شه تم دوه به ونمايم

څه خو مټ بويه له مانه

چاره خدای سازوي جانه

چې يو باب دوه حکايته

راشي ای نېکو عادته

هغه درې واړه عزيزه

ويې شماره له تميزه

نور همه بابونه ياره

له استاده واړه شماره

راغی باب نونسم وروره

ښه يې ونغوږه وگوره

چې په باب د شفقت دی

ثاني هم له مرحمت دی

شفقت، مرحمت جانه

دواړه بويه له سلطانه

چې مرهم د رعيت دی

شفقت دی، مرحمت دی

دملوک چې شفقت وي

رعيت يې فراغت وي

همه خلق ورته واړه

په دعا څکوي تل غاړه

دملوک مرحمت څومره

دعاگوی خلق يې هومره

شفقت دملوکانو

لاس تړي دظالمانو

ملوکان لکه شبان دي

ظالمان لکه گرگان دي

رعيت لکه رمه وي

په شپانه يې خسمانه وي

رمه هاله په امان وي

مهربان يې چې شبان وي

لکه مهر په عيال وي

دملوک دې هم دا حال وي

رعيت سره ای جانه

پېرزوينه جاودانه

چې په ځان يې پسندي جنده

په نور خلق هسې پسنده

هر چې نه پسندې په خپل ځان

هغه مه پسنده په بل ځان

څو نېکخواه د رعيت شي

رعيت به يې په پت شي

په هر کار به مددگار وي

تل به مل په کار زار وي

رعيت چې دولتخواه شي

بلا لرې د بادشاه شي

چې په ملک راشي دشواره

سرښندي دده دپاره

په خدمت چې تېر تر ځان شي

ملک و مال ورته آسان شي

ځان چې ترک کا په خدمت شي

اب وجد دده په پت شي

شفقت د ملوک څومره

دخدای مهر باندې هومره

هر بادشاه له رعيت

بويه ډېر ډېر رعايت

رعيت چې دعاگوی شي

په هر چار کې ملوک لوی شي

د خدای مهر باندې اوري

دی اولاد له بلا ژغوري

حاکمي يې شي قايمه

په سړيو وي دايمه

څو پرې لاس دظالم بند کا

خدای پرې لطف هومره څرگند کا

ملک هاله ودان، معمور شي

چې ترې ظلم وجور دور شي