نظم

شعر حيض الرجال دی (ل)

Khushal Khan Khattak

زه د شعر په کار هيڅ نه يم خوشال

ولې خدای مې کړ پر غاړه دا مقال

نه په فکر نه په ذکر رابرسېر شي

ناگهان لکه اوره د پشکال

رنگ رفا د شعر هيڅ سره ساز نه دي

لکه سپی را پسې گرځي په دنبال

ښکاري سپی چې د نخچير په ښکار کې ښه شي

له خوښۍ يې په مخ مږي رويمال

که د شعر ويل هر څو د صفت وي

بيا به شعر کې پيدا شي انفعال

دا خبره بده نه ده چا ويلې

په تحقيق چې شعر حيض دی د رجال

په جهان تر شاعريې بد څه نشته

خدای اخته مه کړه سړی په دا جنجال

تفکر د شاعريې بد څه نشته

خدای اخته مه کړه سړی په دا جنجال

يو يې زړه له واړه خلکو نه جدا شي

بل اخته وي د خپل فکر په نکال

ب دهيچا ناخوانده په جهان نه وړي

بل د هر سړی د خوی وي بد سگال

بل که هر څو دُر گوهر پېيي په شعر

عيب جويي يې جاسوسي کا د افعال

هر شاعر يې په ويلو گوت منډی کا

که په شعر کې ته من يې ، دی مثقال

د يار مخ د لاله گل سره نسبت کا

د لاله د يار له مخه څه مثال

دهوسيې د نافې وينې نابودې

برابرې کا د يار له خط و خال

د يار قد له سبر ونې سره سم کا

سبر ونه ده په باغ کې نونهال

د معشوقې تورې سترگې غمزه گرې

په غزل کا لکه سترگې د غزال

سر هوا لکه تبجن هسې ويېږي

د خپل ځان سره خوله پټه ځواب سوال

خلک خوښ په خوب اوده وي دی په فکر

د پالنگ د پاسه خوب وي پرې محال

پټ په پټ وبله اوړي تر صباحه

د ښه لفظ د ښه مضمون په اتصال

چې د شعر فکر ورشي په مجلس کې

نور عالم خدا هوس کا دی ملال

چې د شعر فکر ورشي په لمانځه کې

دا عوذو ذال بدل کاندي په دال

چې د شعر فکر ورشي په خواړه کې

سپينې وريجې په مزه شي ورته گال

کله کله مخبطه شي په ډېر فکر

چې په ده لېونتوب شي احتمال

دا همه د خپلې پوهې نتېجه ده

چې شاعر له فکر نه وي فارغبال

فلاکت د شاعريې سره مل وي

که شاعر سړی لري جاه و جلال

د دنيا په مال يې هيڅ نه وي وتنه

راشه وگوره دا مال او دا منال

سمرقند او بخارا څه هغه زه يم

چې جهان بخښم د ښکلي مخ په خال

ما دا څو توکه چې وليدل د شعر

هی توبه د شاعريې له افعال

کشکې زه په ژبه گونگ وای شاعر نه وای

تر دا هسې گويايۍ ښه ومه لال

که رښتيا وايم چې غور مې پرې وکړ

شعر کار دی د ملوک يا د هزال

که د شعر مذمت عيبونه ډېر دي

دا هنر د شعر ښه لري اقبال

دُر گوهر يا د لولۍ يا د بي بي دي

ښه قماش يا د بادشاه يا د رزال

چې د شعر په سبب سره يادېږي

که حسن دی که خسرو دی که کمال

د دوزخ لبمې به کار په شاعر نه کا

چې يې تاو د دروني دی په دا دال

دانايي علم او حکمت په کې زياتېږي

څوک چې ښه وکا د شعر استعمال

د خبرو تنستې چې وودی شي

څوک اطلس وو دي په شعر ځينې شال

د هر بحر يې په شمار واړه تارونه

په تقطيع سره يې جمع انفعال

د صفت ښکلې ټکيې په کې روغي

د تجنسيس او د ترجيع او د اشکال

په عروض کې کارستان و کا حيران شي

د خبرو ناوې کښېنوي تمثال

کرامت دی يا اعجاز دی يا جادو دی

چې په شعر را پيدا شي له قوال

په هر بيت يې هسې شولې وې چې پاڅي

لکه زېږي په ډېر درد سره اطفال

د شعر ويل اوبو سره نسبت کړه

ښورې، تلخې اوبه يا خوږې زلال

شعر کار د هر فاسق د فاجر نه دی

نه دهر يوه وږ سترگي د کنگال

شعر کار د سالک يا د مالک دی

د عاشق دی د دردمن دی د ابدال

د هغه شاعر دانې وشه په ژبه

چې دشعر دُردانې پلوري په مال

چې د شعر و شاعرۍ مذکور وشو

څه خو غوږ باسه زما په حسب حال

فصيدې لرم غرا له هره بابه

په حکمت په نصيحت کې مالامال

په تعريف د دلبرانو غزلونه

په صفت د سترگو، وروځو، زلفو خال

رباعي ده که قطعه که مثنوي ده

همگي واړه گوهر دي دُر و لال

په فارسي ژبه که نور تر ما بهتر دي

په پښتو ژبه مې مه غواړه مثال

طبيعت مې عطايي نه د تحصيل دی

که خبر يم د املا په استعمال

يو ساعت به مې په درس شل مې په ښکار وو

کله ښکار پرېښوم په کسب د کمال

د جهان تحصيل په کل واړه زما و

که اخته نه وای د ښکار په اشتغال

غاښ وتلي ږيره سپينه لا تر اوسه

باز په لاس گرځم په غرونو په جبال

بندوبست د پښتو شعر ما پيدا کړ

گڼه شعر د پښتو وغير سال

نه يې وزن، نه تقطيع، نه يې عروض وو

دوه مصرع يې د خفيف بحر دوه طال

د غزل يې نه مطلع، نه يې مقطع وه

نه صنعت نه يې تشبيه نه يې مثال

مگر زه يې چې گويا په شاعرۍ کړم

پښتانه به پوهول ايزد تعال

په دا بندوبست به نور تر ما بهتر شي

پس له ما چې کا دشعر قبل و قال

نن زما زويه يو څو دي بر خوردار شه

چې په دا هنر کې نه لري همال

که د شعر ويل عيب يا هنر دی

د ښه مخ له محبته دی دا حال

محبت د همای سيوره ده که څه دی

که کېميا دی زر کوي سنگ و صلصال

د عاشق له رگه وبهوي وينې

چې جراح د معشوقې وهي قيفال

زړه چې خوږ د ښکلي مخ د مينې نه وي

په کې مات شه د تېره توبري سفال

عاشقان چې په ښه مخ کا هومره مينه

مگر خدای ويني د ښکليو په جمال

گلستان زما د نظم شگفته شو

پرې وهي شيدا بلبله پرو بال

گلدستې يې لور په لور په ملک خورې شوې

تر کابله تر کشميره تر بنگال

هر مضمون ته چې د زړه توجه وکړم

طبيعت يې راکوي په استعجال

شبستان مې د ابکارو معنو ځای دی

تی يې نموړم په غدو په اصال

د الهام غوندې خبر دی چې رادرومي

چې زما په زړه نزول کا لايزال

درست ديوان مې لکه باغ د علم گنج دی

په کې هر رنگه گلونه هر نهال

د ديوان مې که بيت بيت سره حساب کړې

تر څلوېښت زره به تېر شي په سږ کال

په غزل په رباعي مې زړه مين دی

چې مداح يم د دلبرو د جمال

په هجران کې يې بلبل غوندې فرياد کړم

که يې نه مومم گلونه د وصال

چې په ما ليدل په سترگو هغه ولاړل

مخ يې زه په تصور وينم په خيال

د هغو دلبرو پښې شوې تورې خاورې

چې په پښو يې ژرنگېدل راته خلخال

د څړيو به يې ږغ لکه رباب و

په آواز به يې زما وو جد و حال

په ديدن به يې له درده رغېدل وو

جدايي يې لکه درد وه د اسهال

د ځوانيي په وخت ښه سره جوړېږي

ډېرې جونه يو زلمی سره همسال

که يو دم يې جدايي وبله وشي

زړه يې بيا وي و وصال وته کشال

په نوبت نوبت مې وليدې دلبرې

يا د تورو وېښتو عشق و يا د خال

اوس دا نوی ښايسته که هر څو يار کړم

د ځوانانو څه پروا په پير زال

که بوسه ورځنې غواړم ورنږدې شم

په خندا خندا مې غوڅ کا په ناخوال

د هغه ياري په کار نه ده د ښکليو

چې په مخ باندې يې نه وينې توروال

چې د کاروباره ووځي په زوړوالي

کوم صفت د هغه خره کا خر دلال

زوړ که سپينه ږيره توره په خضاب کا

ځوانې ښځې، وته ځان کا ځوان رجال

نه د سپينې ږيرې عيب په خضاب ځي

نه د ټيز عيب پټېږي په سعال

د سړي د عمر کار راته ښکاره شو

کله بدر کله سلخ کله هلال

په ځوانۍ کې هر خيال په سړي زېب کا

په پيرۍ کې زشتي لري هر خيال

د زاړه نه زړه د ځوانې ښځې خوړين دی

که ساتي يې په نعمت او په نوال

د ځوانۍ وخته کا بيا راتلی په بېرته

ما به ځار کړ تر خپل ځان واړه اموال

ما وې گوره لا به کله زه زړېږم

پيري مخې ته راتله په استقبال

دا هم ښه چې مې پرې سود دخاطر کېږي

چې تازه دلبرې وينم په دا کال

په بوسه دشکر لبو زوړ ځوانېږي

دا خبره تجربه ده دخوشال

باز د خپله ښکاره نه وځي چې زوړ شي

تر زاړه مزري ځارېږي ځوان شغال

چې دلبرې ظاهر بينې شوې بد کار دی

د انصاف رانجه يې وشوې په کحال

عاشقان په سپين وېښته کله زړېږي

لا په کور کې به يې هم نه شي احوال

د ايمان سلامتي د هغه کس ده

چې ښه مخ ويني په وخت د ارتحال

چې د ښکليو د جمال برکت ډېر دی

مخ يې ځکه مبارک نيسي په فال

په محشر به مينه وړمه د دل سنگو

که په دا درنېږي تله د اعمال

زه مداح د هيچا نه يم بې د ښکليو

د نور چا په صفت نه لرم يو قال

زه څه خدای په ښکلي مخ باندې مين دی

گوره احسن القصص په استدلال

نه مې تمه له چا ده چې مدح گوی شوای

نه مې چا سره لباس شته نه ټيټال

که له هجوې له غندنې درته وايم

فردوسي مې په دا کار کې نه دی سيال

فردوسي لري څو بيته له محموده

زه لرم د اورنگزيب د ذم جوال

چې د دور شهنشاه د ذم لايق شو

د غندنې گڼه هر يو اق مقال

ما هم هيڅ تقصير په ذم د چا ونه کړ

د اورنگ بادشاه په غاړه دا وبال

که محمود بنده زاده و د خپل پلار و

په زوونه کې خونه و د بل آل

چې په رنگ په خوی خصلت د بابا نه وي

هغه زويه د بل ال لري مال

درست عالم په خوی خصلت د خپل بادشاه وي

لکه دی، وي د عالم وي دا خصال

که له خپله حقيقته درته وايم

زه ځايي يم د مغول نمک حلال

په ابا و په اجداد خان و سردار يم

کارنامې لرم د جنگ او د جدال

که بری که هزيمت واړه ليدلی

خوی خصلت لرم د قتل د قتال

پلار نيکه مې شهيدان وگور ته تللي

پښتاپښت مې هنر دا دی آل په آل

که به ډېر په هزيمت را څخه توی شول

وړاندې وروسته په يمين او په شمال

لکه وم په خپل همت بيا به هغه وم

په بل جنگ کې و نصرت ته په امال

که د جنگ د پرهارونو درته وايم

چې له درده مې په تن و لکه نال

يو پرهار مې به لا روغ په وجود نه و

بل پرهار مې به په تن شو يا په ډال

چې قضا د سړي نه وي سړی نه مري

که يې درست صورت په غشيو شي غر بال

قدردان زما د کار شاه جهان و

د اورنگ بادشاه ښکاره دی خود احوال

چې نېکخواه بدخواه همه ورته يکسان دي

نه تيمز نه يې د عدل اعتدال

چې دده د بادشاهيې دور وشو

په دوران يې لور په لور دی اختلال

په دوران يې درست جهان سره گډوډ شو

ته به وايې زمانه شوه د دجال

چې په خپل بابا يې نه ده صرفه کړې

د جفا يې په دا نورو څه اهمال

چې د ښو سړيو قدر باندې نشته

ځکه زه ورځنې گرځم په جبال

لکه دې زما زوال وته ناظر دی

زه لا نه غواړم دده هسې زوال

دا همه زما د تورې صدقه ده

پښتانه چې پرگنۍ خوري سيور غال

نن به درست د هندوستان دولت د دوی و

پښتانه که کم همت نه وای جهال

يگانه ځوانان که زر له ما سره وای

نور زما و په پنجاب باندې يرغال

که هر څو يې سازوم رانه سازېږي

پښتانه دي د تږو کاڼيو دېوال

هومره قام هومره عالم سرداري هسې

سر گردان گرځه په تېښته دا منوال

د دانا سردار د تېښتې شرم نشته

چې علاج کا د غليم د استيصال

چې په مرگ دې غليم سخ کا هسې مه مره

و سردار وته همدا دی استقلال

تر اويا کالونو تېر شو زما عمر

زړه هغه دی تن پيريې کړ پايمال

کله ما به له مغول وهلې تورې

درېغه درېغه په پيريې وی دا حال

نوې مياشت ده محرم غصه يې کال دی

په غليم مې غصه ورېژه دا کال

خدايه هومره مهلت ورکړې په دنيا کې

چې کاږه کارونه سم کاندي خوشال