نظم

شکايت

Khushal Khan Khattak

ناظرينو علامت دی

آخرين شه قيامت دی

نه وروري شته نه پيوند شته

نه خوېشي نه خوېشاوند شته

که دې زويه که دې پلار وي

خود بره لا سه کار وي

که شېخان که عالمان دي

پرې باور نشته ټگان دي

په کتاب خوځوي شونډې

د عمل خونې يې ډونډې

عالمان دي يا شېخان دي

يا دعدل پادشاهان دي

اوس دا درې واړه فريقه

خدای مرتد کړه له طريقه

عالمان د قيل و قال شول

مبتلا په ډېر جنجال شول

شېخان هم مريدان نسي

هم و هر لوري ته کسي

که دنيا شي پرې ټندوره

لا به وايي نوره نوره

اول دا د له دې بادشاه

چې فارغ دی له داد خواه