نظم
شکايت د زمانې له خلقو
Khushal Khan Khattakآدم زاد په نوم آدم دي
ولې ډېر تر سپيو کم دي
سپي که ستا نه وي د بل وي
چې ستا وخوري نور دې خپل وي
که خونې وي چې ستا وخوري
که يې وژنې نور تا نه خوري
که سړي سره تل ښه کړې
که يې لږ کوټې خوږ زړه کړې
ښه دې واړه له زړه دور کا
توره واخلي په تا هور کا
اول هی توبه له خپله
ور پسې توبه له بله
هغه بد يې لکه خپل کا
هسې بد يې کله بل کا
سترگې وغړوه گوره
جهان ځکه لور د لوره
شاه جهان تړلی چا دی
شاه شجاع شړلی چا دی
د دارا کله چا پرېکړه ؟
خېلخانه يې چا ايرې کړه؟
مراد بخش د چا په توره
جهان ويوست له سروره
د دارا د زوی ياره
چا کړه اوس خپله ورنداره
د سکه وراره عورته
په ستم کړه فضيحته
اورنگ زېب چې پلار په بند کړ
يا يې مشر ورور بند بند کړ
يا دا نوره گمراهي کا
بيا خوناست دی پادشاهي کا
چې په ما يې وکړې چارې
کور مې لاړ په لارې لارې
حال مې پټ نه دی څرگند دی
زه په بند زوی مې په بند دی
د مغولو سره مله شول
د خپل کور د بخڅي غله شول
خانمان واړه برباد شه
ملک ويران په دا فساد شه
درست خټک په بلا ياد شه
نام ناموس واړه برباد شه
چې ملک گټلی نام و
چې يحيی گټلی کام و
چې څه تورې د شهباز وې
يا دما غوټې د باز وې
يو نامرد و نابکار و
نا هموار و ناهنجار و
سره واړه و سرويلې
يکباره يې وزدويلې
يو باغ جوړ په ډېر محنت کا
بل يې کل واړه لت پت کا
يو کور درست د مښکو هټ کا
بل يې درست جوړ جپټ کا
يو بنياد کا لوی کوټونه
بل يې وران کا دېوالونه
درېغه درېغه بې هنر و
درېغه درېغه بد گهر و
ځوانان کله واړه سم دي
څوک ښادي کا ځينې غم دي
څوک ويرانې کا ودانې
څوک ودانې کا ويرانې
چې دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي
هم دمړو هم د ژونديو
کلې پرې کړې واړه ديو
هم يې ځان په علامت کړ
هم يې خلق فضيحت کړ
يا يې تشې هم په ما کړې
چې درستې مې ور تر ملا کړې
ما ورورښيل پندونه
بيا يې ماته کړل سندونه
زه مايل د تا و برگ ته
ته مايل د ما و مرگ ته
زما فکر ستا واورو ته
ته تيار د ما خارو ته
دا څه رسم څه آيين دی
کوم مذهب دی دا څه دين دی
دعا ترونه له دې حاله
وپوښتئ يو څو مقاله
گوندې و کا له دې کاره
څو خبرې څو گفتاره
د دنيا په کې څه سود و
که د دين په کې مقصود و
چې يې واخيست ډنگ په غاړه
ټوله چار يې کړه لتاړه
هی توبه له هسې ترونو
اور يې پورې په ځانونو
سرو لمبو ته واچولی
مړ هندو غوندې وسولی
چې هر ځای يې نندارې کړی
پرې خندا سورې نارې کړی
ورته درست عالم حيران شوی
عبرت پاتو په جهان شوی
سزاوار د هر غضب دي
ابوجهل و بولهب دي
په ښوره کې چې څوک کرکا
سود يې نشته خپل ضرر کا
چې نېکي شي له نا اهله
دا خبره ده له جهله
چې ياري دې وي له ماره
ځان يې شومه کړه تياره
چې په اصل بد سرشت وي
رنځ پرې مه کوه چې زشت وي
ستا محنت به واړه باد کا
غم به تا سره بنياد کا
يو يې پلار يوه يې مور وي
ځنې زويه درې څلور وي
يو دانا شي بل کانا شي
يو بينا بل نابينا شي
يو لايق بل نالايق شي
يوزاهد شي بل فاسق شي
درې نور ويو کنعان و
د ثاني آدم په ځان و
چې خالي دي له هنره
پاتو نه شي بې ضرره
که دې زوی دی که دې ورور دی
هنرور د سترگو تور دی
رنگ يې ورک شه که دې زوی دی
چې احمق سفله لا شی دی