نظم

شپږم فصل - په بيان د پېژندلو د پيخال د باز کې

Khushal Khan Khattak

چې د باز پيخال کټه وي لرې درومي

په اوبو کې لامبي رغړي فرحت مومي

ځان چې وڅنډي آواز يې ځي د پرونو

يکپايي پرونه تر کا تر نوکونو

هم ښه خوري، ښه هنر مومي په سينه پرېوځي

آسايش کا فراغت په لوبو کېوځي

په پيخال کې آلود نه که خپل پرونه

نه يې ناست وي په کې نه وي د باد غونډونه

په ججوره کې آواز د قرقر نه کا

سر ونغاړي په پرونو ځان وده کا

دا يې واړه علامت د خيريت دی

که يې دا نه وي نشان يې د زحمت دی