نظم

شپاړسم باب په بيان د عفو کې

Khushal Khan Khattak

په غليم چې ته قادر شي

بد، که مرگ ته يې جوړ زر شې

عقوبت که هر څو ښه دی

نه چې دی تر عفوې ښه دی

ځوانمردان به عفوه کاندې

نېکي ښه ده په بد بانېد

عفو کار دی دمردانو

رحم بويه په بدانو

حذالعفو قال د خدای دی

په هر ځای د عفوې ځای دی

که نا اهل بد سيرت دی

ورته ايښی عقوبت دی

چې موزي د درست جهان وي

سزاوار د گورستان وي

يو گناه د شريعت دی

بل گناه د سلطنت دی

چې گناه د شريعت دی

دا ځای کار د روايت دی

چې گناه د سلطنت دی

د ملوک په حوالت دی

که گناه هلک، که لوی وي

نفرت يې بهانه جوی وي

که گناه وشي له اهله

دغه چار وگڼه سهله

که گناه د بد شامت دی

دغه چار د عقوبت دی

که فاسد دی، که مفسد دی

دی دايم په بد په جد دی

د هغه سياست بويه

عفوه نشته دا ځای زويه!

چې بدي وکا، بخښه شي

دا بدي ده، کله ښه شي

د زقوم د زهر بوټی

بېخ بر ښه دی لوی، کمکوټی

څو چې لاس باندې رسېږي

سياست دې باندې کېږي

غليمان دي په څو رنگه

څوک په بيارته، څوک د څنگه

څوک نېکذاته، څوک بد ذات دي

څوک کمياب نادر صفات دي

په نېک ذات عفوه لازم ده

په بد ذات لاعفو هم ده

چې دی قرب، قرب د جوار دی

لا يې مخ گوره حقدار دی

د ځوانمرد خطا که غر ده

هم ځوانمرد ته مختصر ده