نظم

شپاړسم فصل - په بيان د مهر ورکولو باز لره

Khushal Khan Khattak

باز جره لره که مست شي صافي ور کړه

په صافۍ يې د کولمو علت بدر کړه

چې لوی ښکار ته هوس نه کاندي بازداره

مالگه هله د نبات سره کړه ياره

او که ته خو تش نبات ور لره ډېر دي

ور کول د مالگې عين لکه زلير دي

د صافۍ د پاره دوه چڼې نبات وي

مالگه نه چې تريوې چڼې نه زيات وي

نوي چوز لره گولۍ تړلې بويه

تر بادام د جره کم د باز ده لويه

نوي چوز لره مسهل خو تش نبات دي

ډنگر چوز لره که تش دي هم آفات دي

د بنبرو د شکرو ښه مسهل دي

تر نبات څخه لا دا مسهل اول دي

که صافي ده، که مسهل دي که جلاب دي

درې لفظونه دي دا واړه يو حساب دي

لکه نس د سړي وبهېږي روغ شي

په جلاب جمال کوټه يې زړه فروغ شي

هسې باز لره جلاب مسهل بايده دي

تر سړي نه لا مرغه لره ډېر ښه دي

يو يې لوږه حرص ډېر شي بل تندرست شي

بل به پرېږدي د نيولو په کار چست شي

باز شاهين و هر مارغه لره په کار دي

چرغ شنقار باښه شيکره چې څه د ښکار دي

کلال چشم ته اوبه ورکړه په جام کې

سياه چشم ته تازه ورکړه په کام کې

د شاهين مالگه يو حب نبات دوه حبه

چې شاهين به په دا جوړ شي کړه النبه

باز شاهين چې مسهل وخوري دا مې گوش کړه

په لوی ښکار يې برابر په هغه جوش کړه

هر مرغه چې مسهل وخوري ښکار پرې نه کړې

دده لوږه به ضايع شي کله ښه کړې

دنباتو سره مالگه هله بويه

که په زړه د ب از دښکار لرې چار لويه

يا دې باز خانه کرېز وي يا دوناب وي

چې دښکار په کار کې دی په پېچ و تاب وي

خپل لوږه خپل جوش چوز لره کافي دی

د نمک له غمه چوز په معافي دی

د گوليو سره سود څه خو نمک دی

ډېر نمک خو له آفته سره ډک دی

مگر هاله که بيمار دخلط د رنج دی

د هغه شير و شکر مالگه لوی گنج دی

پر مهره د هر مرغه اکثره بويه

د ورمېږ ماغزه پر مېزه مهره بويه

دارچيني هم گاه گهې ور سره وينه

پر مهره سره دا چار گڼه مهينه

د چمجي علت هم نه پرېږدي په باز کې

باد اغېړ زحمت هم نه پرېږدي په باز کې

فوايد د دارچيني د خوړو ډېر دي

درته څو کښم څوک مې ياد دي څوک مې هېر دي

د هر ښکار تريخی دې خوري د باز صحت دی

لا دچرگ تريخی دافع د هر علت دی

که د يږې تريخی خوري په زمستان کې

څو خشخاش د باز علت نه وي په ځان کې

پر مهره که ټينگه کلکه راوړي سخته

ښه يې مه گڼه دارو کوه د وخته

يا د بادو گولۍ ورکړه چې تندرست شي

يا تقليل د طمعې بويه چې باز چست شي

پر مهره که باز وانه چوي بد کار دی

په دارو به يې راواچوي بيمار دی

يا يوه دانه وربشه مشک بايدۀ دي

چې يې وخوري گڼه هومره هنج هم ښه دي

څه خو صبر سقوطري که و باز ورکړې

پر مهره به يې په دا هنر بدر کړې

دا علت چې باز پيدا کا ورته نه ښې

د چارپای د قاز کلنگ دي لويې غوشې

پر مهره که گل ولای راوړي پرېشانه

بيماري که د پيخال سره عيانه

که مس نرم په سوهان سره مصعد شي

يو نخود برابر ورکړې سود بې حد شي

که درانه دواړه هډوکي نيسي بيارته

بيا يې خلط دی يا يې ضرب و هوښيار ته