نظم
شپږويشتم فصل - په بيان د ښکار د شاهين کې
Khushal Khan Khattakڅوک چې ښکار د شاهين وويني په سترگې
نور مرغونه شي وده ته لکه چرگې
په ځوانۍ کې مې هوس د شاهين وکړ
چې فارغ شوم ورته باز فرصت رانه کړ
اوس په سپينه ږيره ښکار د شاهين څه کړم
بيا دا هومره کشالې تلاش يې نه کړم
که مې زويه شاهين چين شي نو پرې خوښ يم
شاگردي که له ما کاندي دستکښ يم
د شاهين گيراکونه درسته وايم
يکا يک يې له ما واروه چې يې ستا يم
که دې زړه وي چې شاهين دې زمين دوز شي
دا هنر په ابتدا له نو آموز شي
د باښې غوندې يې واچوه په ځمکه
په دلبه يې نژدې وبوله په ځمکه
په ورورو يې هسې بوله ناست په ځمکه
په دلبه چې درتله زده کا زغاښت په ځمکه
په دلبه ستا په ناره چې ښه اشنا شي
پر به وا کا چې حرص په کې پيدا شي
په دا رنگ يا په بل رنگ شاهين تيار کا
غرض دا چې په دلبه يې استوار کا
چې و ځمکې ته نژدې په دلبه راست شي
برابر په دلبه ځي نه چپ نه راست شي
په دلبه يې بوله تل زنده دې خورينه
آبداره د زنده زړه دې زنده وينه
يوه مياشت يا څلوېښت ورځې عمل دا کړه
بيا باوليې د کوترو ورته وا کړه
چې يوه دوه باوليې وخوري د کوترې
نور دې کاندي په رېزه مرغيو چرې
په رېزه پسې يې پرېږده بيا يې بوله
چې کوهي په بېرته راشي سم يې توله
پهزنده يې سېروه آبداره سپينه
چې په ښه حرص يې خوري ور سره وينه
بيا له پسه مرغابيې يوڅو لاسه
چې ښې ونيسي شاهين د اس د پاسه
چې شاهين دې په رېزه نيول استاد شي
په نيول به يې دځان يې چې استاد شي
آبداره د هر زنده ورته ضرور ده
چې د ښکار ده که دکور ده چې مذکور ده
که شاهين کلوخ نشين شي عيب يې کوم دی
چې په دا به يې عيب کاندي هغه اوم دی
ښه خو دا چې لکه ځي هسې را درومي
زړه فرحت دده په تله په راتله مومي
په شاهين که همېشه هيلۍ رانسې
لا به ښه پرسش پيدا کا خود به کسې
په هر څه يې سېروه شاهين بې درنگ
زاغ، کلمرغ، څاړې، لگ لگ قاز و کلنگ
که دې زړه ښه په ښکار کې نه يوست ښه يې صاف کا
په دا کار په ميرښکارۍ کې يې خلاف کا
چرې نه وي چې شاهين در څخه سوړ شي
نور به هيڅ در ته ونه نيسي که زوړ شي
همېشه ورکوه سپينه پنبه پاکه
چې هم دا يې پرمهره ده له خوراکه
په څو ورځې دې خوري هډوکي د پرونه
چې يې لرې کثافت کا له درونه
آبداري لره باسي غوښه بايده ده
آبداره د تازه غوښې هيڅ ښه نه ده
اول غوښه په ښه شان سره پرگ پرگ کا
بيا يې ورک په اوبه ولل د وينو ورگ کا
بيا يې ونغاړه د شويو په رويمال کې
درست به رنگ د وينو ورک شي په دا حال کې
آبداره به سپينه پاتې شي يک لخته
عيب يې څه که در څخه وي يو څو وخته
د زنده سره يې ورکړه چرغ شاهين ته
منکر مه شه دمير ښکارو دې آيين ته