غزل

شين مزري چې گينډی داړي

Khushal Khan Khattak

شين مزري چې گينډی داړي

باندې نه خېژي خسي زاړي

څه عظمت، څه مهموتي دی

چې په مرگ به يې څوک وياړي

د ښادۍ سترگې دې ووځي

پرېږده دی ورپسې ژاړي

په يوه غوټه يو نيسي

باز نه دوه تارو ونغاړي

عابد خان زما شنقار دی

په غوټه وهي دوه څاړي

هم شنقار مې، هم شاهين شته

هم ښه باز لرم لک غاړي

وخت د ښکار دی سهيل وخوت

خپل خپل ښکار به پسې غواړي

خرقه څيرې د زاهد شوه

رنگ يې نه وينم د نماړي

زر به ورک شي مدعي مې

يو څو مچ دي د غوباړي

ازمېښت گوره د دهر

راته ليندي شول اوس شاړي

تېغ پرې سور مکړه خوشاله!

چې لايق دي دڅوباړي