نظم
شيطان په مثل د باد دی
Khushal Khan Khattakشيطان په مثل د باد دی
څوک به خلاص نه وي له باده
سړی دی لکه بوټی
دا دنيا مې لار د باد ده
چې بېخ د ونې ټينگ وي
غم يې هيڅ نه وي له باده
چې بېخ يې برسېرن وي
خلاص به نه وي له فساده
علم څو د سړي ډېر وي
عطايي وي له استاده
که دا ونې دي که بوټي
واړه ټينگ دي له بنياده