غزل څو به صبر په جفا د يار کومه Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 څو به صبر په جفا د يار کومه څو به موم د نمر و مخ ته گرځومه 02 عاشقي او صبوري سره دروغ دی زه دا لافې په دروغ څرنگ وهمه 03 ته و ماته نصيحت مه کړه ناصحه زه دا خپل تخم خپل ځان لره کومه 04 ما خو زده چې مينه اور دی خدای مين کړم دانسته خپسر و اور ته اچومه 05 سر رشته مې خدای همه د يار په لاس کړه په هر لور مې چې راکاږي پسې ځمه 06 د اشنا د مينې لاس زما گرېوان دی زه په دا مامله کې عذر نه لرمه 07 عاشقانو باندې حق د معشوقو دی حق به ولې په باطلو بدلومه 08 ما چې مينه د يار فرضه په خپل ځان کړه ترو له فرضو غاړه څرنگ غړومه 09 دا هم ژوند دی چې يار نه وينم په سترگو زه رحمان په جهان سترگې غړومه Dictionary meaning × Headword